د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره به زابل ولایت کې د اوبو او برېښا د څلورو لویو بندونو د جوړولو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن پنشنبې د چنګاښ ۱۷ مه پر خپله فسبوک پانه ویلي، په زابل ولایت کې د اوبو او برښنا څلور لوی بندونه په لاره اچول شوي چې ډېر ژر به یې د جوړولو چارې پيل شي.
دغه اداره وايي، د دې بندونو د جوړولو قرارداد د ملي پراختیا شرکت سره لاسلیک شوی، اوسمهال د دغه بندونو د لومړنۍ سروې چارې بشپړې شوې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د تخنیکي سروې لپاره سیمې ته تخنیکي انجنیران استول شوي چې د بشپړېدو سره به یې د یادو بندونو د جوړولو عملي چارې پيل شي.
د اوبو چارو ملي اداره زیاتوي، دا بندونه د میزاني، مرکوک، آجه کلی او علاوالدین۲ په نومونو یادیږي، چې د میزاني، دایچوپان او زابل ولایت په مرکز کې موقیعت لري.
سرچینه وايي، د دې بندونو په جوړولو سره به په ټولیزه توګه ۲۱ میلیونه متره مکعب اوبه مدیریت کیږي، چې په حدود د ۵۳۶۲ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه چې د ۳.۵۴ مېګاواټه برښنا تولیدوي.
جمهورخبري آژانس:کابل