۰
ملګري ملتونه د افغانستان په اړه:

تاوتریخوالی باید کم او ښکېل اړخونه ژر تر ژره د خبرو مېز ته ستانه شي

پنجشنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۳۷
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغان جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړي، چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم او دواړه لوري د خبرو مېز ته ستانه شي.
تاوتریخوالی باید کم او ښکېل اړخونه ژر تر ژره د خبرو مېز ته ستانه شي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغان جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړي، چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم او دواړه لوري د خبرو مېز ته ستانه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په قطر او کابل کې یې د دواړو لورو له مشرانو سره پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

مېرمن لاینز وايي،په دې لیدنو کې یې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړل شي، شخړې دې پای ته ورسېږي او په بېړنۍ توګه دې دواړه لوري د خبرو مېز ته ستانه شي.

نوموړې زیاته کړې، د افغانستان د سولې مذاکرات د ملګرو ملتونو له هر اړخیز ملاتړ برخمن دي نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده چې رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.

هغې، څو ورځې وړاندې دوحې ته تللې وه او هلته یې له طالبانو سره په خبرو کې د مذاکراتو پر دوام او بیا پیلېدو ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو استازې ټینګار کړي، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېږي او ښکېلې خواوې باید دا واقعیت درک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي