۰

د طالبانو یو پلاوی ترکمنستان ته تللی دی

دوشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۴
تر ایران او روسیې وروسته د وسله والو طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسېدلی دی.
د طالبانو یو پلاوی ترکمنستان ته تللی دی
تر ایران او روسیې وروسته د وسله والو طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ د دې خبر پخلی کړی وایي، دغه پلاوی د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۰ مه عشق آباد ته رسېدلی دی.
 
نوموړي ویلي، دا پلاوی له ترکمن چارواکو سره پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسلو غږېږي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړی.
 
د یادونې ده، چې دا له اوونۍ په کم وخت کې د طالبانو درېیم سفر دی، چې بهرنیو هېوادونو ته یې کوي.

دغه پلاویو تر دې وړاندې ایران ته هم سفر کړی و، چې هلته یې د افغان حکومت له یوه پلاوي سره هم خبرې کړې وې، او له هغې وروسته مسکو ته هم تللي وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي