۰
د امریکا دفاع وزرات:

افغان ځواکونه پیاوړي دي او د جګړې په ډګر کې لوی بدلونونه راوستلی شي

سی شنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۷
د امریکا دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه پیاوړي دي او د جګړې په ډګر کې لوی بدلونونه راوستلی شي، خو د رهبرۍ او مدیریت اړتیا ده.
افغان ځواکونه پیاوړي دي او د جګړې په ډګر کې لوی بدلونونه راوستلی شي
د امریکا دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه پیاوړي دي او د جګړې په ډګر کې لوی بدلونونه راوستلی شي، خو د رهبرۍ او مدیریت اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د دفاع وزارت جان کربي په یوه خبري ناسته کې زیته کړې، چې افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې ښه وړتیا لري، خو دا هر څه د افغان حکومت په رهبرۍ پورې تړلي دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې امریکا به له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته ادامه ورکوي، خو بیا هم افغان ځواکونه پیاوړي دي او د جګړې په ډګر کې لوی بدلونونه راوستلی شي.

خو په وینا یې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو بریالي کېدل د حکومت په مشرۍ او رهبرۍ پورې تړلې ده او باید روان وضعیت مدیریت کړلی شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند زیاتوي، چې افغان ځواکونه پوره وسلې، مهمات او تجهیزات لري خو بیا هم د اړتیا پر مهال امریکا د دوی تر څنګ ولاړه ده.

جان کربي وايي،پنټاګون د بایډن له امر سره سم له افغانستان د سرتېرو په ایستلو بوخته ده او د روانې میاشتې تر پایه به ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي