۰
د امریکا دفاع وزارت:

د افغانستان شرایطو ته په کتو به د سرتېرو په اړه پرېکړه وکړو

چهارشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
د امریکا دفاع وزارت وايي، افغانستان کې د سرتېرو د شمېر په اړه مو راتلونکی تصمیم د دغه هېواد شرایطو ته په کتو پورې تړلی دی.
د افغانستان شرایطو ته په کتو به د سرتېرو په اړه پرېکړه وکړو
د امریکا دفاع وزارت وايي، افغانستان کې د سرتېرو د شمېر په اړه مو راتلونکی تصمیم د دغه هېواد شرایطو ته په کتو پورې تړلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند جان کربي پرون سه شنبې د سلواغې ۱۴ مه په یو خبري ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه تر اوسه نوي حکومت کوم تصمیم نه دی نیولي.

خو په وینا یې دا تصمیم نیونه د افغانستان په شرایطو پورې اړه لري او په دې برخه کې هېڅ مورد نه شو ردولی.

که څه هم کروبي د دغه مواردو په اړه جزیات ورنه کړل، خو له خبرو یې ښکاري، چې د سرتېرو وتل او نه وتل شي، چې په وینا یې که شرایط خراب وي ښايي امریکايي ځواکونه ونه ایستل شي.

دغه راز د امریکا د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه، چې واشنګټن د سیاسي لارې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دی او داسې حل لار چې افغان حکومت یې یوه برخه وي.

ده نور جزیات ورنه کړل خو ویې ویل، چې دفاع وزیر آسټن له افغانستان د سرتېرو ایستلو او نه ایستلو د تصمیم نیولو په اړه معلومات لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان د سرتېرو ایستل باید د دغه هېواد په شرایطو پورې وتړل شي.

خو طالبانو دوه ورځې وړاندې یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که د دوحې د هوکړې سره سم تر ټاکلې نېټې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونوځي، دوی به بېرته پرې بریدونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي