د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د پیاوړتیا په حال کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، که څه هم داعش ډلې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان په ننګرهار کې ماته وخوړه او رهبران یې و وژل شول، خو دغه ډلې نورو ولایتونو ته مخه کړې او د خپلو لیکو د پیاوړتیا په لټه کې ده.
د امنیت شورا وايي، دغه ډله ځوانان او هغه وسله وال طالبان او سخت دریځي جلبوي چې د امریکا او طالبانو د هوکړې مخالف دي.
ملګري ملتونه همدا راز زیاته کړې، چې القاعده شبکه هم په افغانستان کې فعاله ده او دمګړی په پنځلسو ولایتونو کې حضور لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، د دغه ډلې په لیکو کې د افغانانو تر څنګ د سیمې د هېوادونو وګړي هم شته دي.
سرچینې ادعا کړې چې د دغه شبکې مشر هم په افغانستان کې دی خو له ناروغۍ کړېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو پر وړاندې پر مبارزه ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل