۰
د طالبانو وروستیو څرګندونو ته امریکا غبرګون:

افغان حکومت ملاتړي یو، طالبان دې جګړې بندې او خبرو ته د کېني

یکشنبه ۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۵
سپینې ماڼۍ د طالبانو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی وايي، د زور له لارې واک ته رسېدل نړیوالو ته د منلو وړ نه دي.
افغان حکومت ملاتړي یو، طالبان دې جګړې بندې او خبرو ته د کېني
سپینې ماڼۍ د طالبانو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی وايي، د زور له لارې واک ته رسېدل نړیوالو ته د منلو وړ نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې افغانستان ته یوازې د مذاکراتو او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو له لارې دایمي سوله او ثبات راتلی شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار کړي، چې د افغانستان حکومت د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او طالبانو ته په کار ده، چې د جګړو له لارې نه، بلکې د مذاکراتو او سولې له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي.
 
نوموړې ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او طالبانو ته په کار ده چې جګړې کمې او مذاکرات چټک کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې یو ځل بیا ویلي، چې د اوسني وضعیت د پای ته رسولو یوازینۍ لار سوله او خبرې دي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له ولسمشر غني سره په تلېفوني خبرو کې د ملاتړ ډاډ ورکړی و او ویلي یې و، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې جوګه دي، چې دفاع وکړي او خطرونه له منځه یوسي.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې طالبان باید د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه ونه کړي، ځکه که دا کار وشي، نړۍ به یې ملاتړ ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسوي او د همدې هدف لپاره کار کوي.

داسې ویل کېږي، چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د هند د ملاتړ جلبولو لپاره نوي ډیلي ته ولاړ شي او له هندي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي