۰
د امریکا دفاع وزیر:

افغان ځواکونه د طالبانو د پرمختګ مخینوی کولی شي

یکشنبه ۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۶
د امریکا دفاع وزیر لوید آسټن په تازه څرګندونو کې ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا توان لري، چې د وسله والو طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.
افغان ځواکونه د طالبانو د پرمختګ مخینوی کولی شي
د امریکا دفاع وزیر لوید آسټن په تازه څرګندونو کې ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا توان لري، چې د وسله والو طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسټن پرون شنبې د زمري ۲ مه آلاسکا کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال ټینګار کړي، چې افغان ځواکونه دا وړتیا لري، خو ګورو به چې څه کېږي.

نوموړي زیاته کړې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید وړاندې له دې چې د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره اقدام وکړي، باید ډاډه شي، چې کولی شي د طالبانو تحرکات پڅ او مهار کړي.

د امریکا دفاع وزیر وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ژمن دي او د دې توان لري، چې د طالبانو د نورو پرمختګونو مخه ونیسي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن هم له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په تلېفوني خبرو کې د ملاتړ د ډاډ تر څنګ ویلي و، افغان ځواکونه دا وړتیا لري، چې د طالبانو مخینوی وکړي.

د امریکا دفاع وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او وسله والو طالبانو ګڼ شمېر ولسوالۍ نیولې دي.

خو افغان حکومت وايي، د دغه له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره یې پلان چمتو کړی او په راتلونکو درې تر شپږو میاشتو پورې به په امنیت وضعیت کې د پام وړ بدلون راشي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي