۰

کندهار کې جګړه:ښار تړول شوی، ۶۸ ټپیان روغتون ته وړل شوي

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۱
کندهار ښار کې یو ځل بیا د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې شوې، چې له امله یې ښار تړل شوی او ښار ټول په جګړیز حالت کې دی.
کندهار کې جګړه:ښار تړول شوی، ۶۸ ټپیان روغتون ته وړل شوي
کندهار ښار کې یو ځل بیا د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې شوې، چې له امله یې ښار تړل شوی او ښار ټول په جګړیز حالت کې دی.

د جمهورآژانس د خبر له مخې ځايي امنیتي چارواکو ویلي، طالبانو نن سهار وختي یو ځل بیا پر کندهار ښار بریدونه پیل کړل خو د افغان ځواکونو له خوا د ماتې سره مخامخ شول.

طالبانو د ښار په درېیمې، پنځمې، شپږمې او پنځلسمې حوزې ډلیز بریدونه پيل کړل خو د ګډو افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګرن محمد صادق عیسی وايي، لوړ شېمر وسله والو نن سهار وختي د ښار په ځینو حوزو بریدونه پیل کړل خو تر ټولو ډېر فشار یې د کندهار پر عمومي زندان وو.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان ځواکونو پر وسله والو بریدونه کړي زندان یې ساتلی، خو لا هم جګړه شته او هڅه کېږي، چې حالت ژر عادي.

جګړن عیسی وایي، د هوایي ځواکونو په برید کې ۱۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي او دا مهال په ښار کې چاڼیز عملیات دوام لري.

په ورته وخت د کندهار د میرویس روغتون مشر ډاکتر محمد داود فرهاد وایي، تر اوسه د جګړې له امله ۶۸ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ټپیانو کې ۸ ښځې او ۹ ماشومان هم شامل دي.

د میرویس روغتون مشر په جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې روغتیايي تاسیسات دې له ګواښ څخه لرې وساتي.

د هغه په وینا همدا اوس په میرویس روغتون کې لسګونه ټپیان تر درملنې لاندې دي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلي بیان کي ويلي چې د کندهار ښار په دریمه، شپږمه او پنځمه حوزه کې يې بریدونه دوام لري، خو نور جزیات یې نه دي ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي