۰

ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیتي مسوولیت اخیستو ته چمتو ده

پنجشنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۳
ترکي چارواکي وایي، سره له دې چې افغانستان کې تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی، خو دوی د کابل د هوايي ډګر د امنیتي مسوولیت اخیستو ته چمتو دي.
ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیتي مسوولیت اخیستو ته چمتو ده
ترکي چارواکي وایي، سره له دې چې افغانستان کې تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی، خو دوی د کابل د هوايي ډګر د امنیتي مسوولیت اخیستو ته چمتو دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ترکي چارواکو دوی غواړي له افغانستان سره امنیتي همکاري ولري او په روان وضعیت کې مرسته ورسره وکړي.

دغه چارواکو زیاته کړې، سره له دې چې په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي او جګړې شدیدې شوې دي خو ترکیه لا هم د کابل هوایي ډګر د امنیتي مسوولیت اخیستلو ته تیاره ده.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تازه ولسمشر غني د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تلیفوني خبرې هم کړې دي.

ترکیې ډاډ ورکړی چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او د سولې په برخه کې به خپلې همکارۍ و نه سپموي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي