۰
امریکا:

د طالبانو د بریدونو مخنیوی او د افغانستان راتلونکې د افغان رهبرانو پر غاړه ده

پنجشنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۰
سپینې ماڼۍ په واضح ډول ویلي، چې که د طالبانو د بریدونو مخه ونه نیول شوي، مسوولیت به یې د افغان حکومت د رهبرانو پر غاړه وي.
د طالبانو د بریدونو مخنیوی او د افغانستان راتلونکې د افغان رهبرانو پر غاړه ده
سپینې ماڼۍ په واضح ډول ویلي، چې که د طالبانو د بریدونو مخه ونه نیول شوي، مسوولیت به یې د افغان حکومت د رهبرانو پر غاړه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون چهارشنبې د خبریالانو ته کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان راتلونکې د افغان رهبرانو پر غاړه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان رهبران باید سره یو ځای شي، ځکه د هېواد راتلونکې یې د هغوی پر غاړه ده او افغان پوځ ته هغه څه په کې دي، چې په واک کې یې لري.

مېرمن ساکي د افغان حکومت مشرانو ته په خطاب کې و ویل«دا د هغوی پریکړه ده چې آیا سیاسي اراده او د اتحاد وړتیا لري څو د طالبانو د ډلې په وړاندې مبارزه وکړي که نه؟»

د یادونې ده، چې د افغانستان په مختلفو برخو کې د طالبانو له پرمختګ سره افغان حکومت ته د امریکا د سیاسي او نظامي چارواکو پیغامونه هم واضح شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ولسمشر غني هم د نورو رهبرانو په شان د طالبانو د پرمختګ په مخنیوي کې پڅ عمل کړی که نه؟ وویل واشنګټن د هغه لپاره کوم خاص پروګرام نه وړاندې کوي.

نوموړي ویلي، افغانستان د هغه هېواد دی او محمد اشرف غني د سر اعلي قومندان دی. رهبري او سیاسي اراده کولی شي په دې ځای کې د لوی تغیر لامل شي.

سپینه ماڼۍ او پنټاګان دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي‌ چې د امریکا ولسمشرجوبایډن یو ځل بیا په بشپړ ډول له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه له خپلې پریکړې دفاع وکړه.

نوموړي ویلي وو، هیواد یې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې تر یو تریلیون ډالره مصرف کړي او د افغانستان څه باندې ۳۰۰ زره پوځ یې روزلی ، تجهیز کړی او تمویل کړی دی.

نوموړي د افغانستان ۳۰۰ زره پوځ ته په اشارې سره وویل چې د هغوی شمیر تر طالبانو زیات دی او دا د هغوی مسولیت دی چې د یادې ډلې په وړاندې مبارزه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي