۰

هند: افغانستان کې د سیاسي هوکړې پلوي کوو

پنجشنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۳۰
د افغانستان او پاکستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت د برخې مشر جي پي سېنګ وایي، هند په افغانستان کې د مذاکراتو له لارې د سياسي هوکړې پلوي کوي.
هند: افغانستان کې د سیاسي هوکړې پلوي کوو
د افغانستان او پاکستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت د برخې مشر جي پي سېنګ وایي، هند په افغانستان کې د مذاکراتو له لارې د سياسي هوکړې پلوي کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سېنګ دغه څرګندونې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره د قطر پلازمېنه دوحه کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

د ملي روغې جوړې عالي شوره په یوه خبرپاڼه کې وايي، جي پي سېنګ په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د جګړو په درېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دوی د خبرو اترو له لارې د سیاسي هوکړې پلوي کوي.

نوموړي ډاډ ورکړي، چې هند به له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

عبدالله بیا د هند له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د جګړې له لارې طالبان هدف ته نه رسېدلی.

د هغه په خبره، سوله ورته لومړیتوب لري؛ خو طالبانو د سولې له خبرو اترو مخ ګرځولی دی.

دواړو لوریو له سولې څخه د ملاتړ لپاره په سیمه ییزې اجماع، وروستیو هڅو او همکاریو هم خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي