۰
امرالله صالح:

د هېڅ ډول امتیاز په مقابل کې د طالبانو واکمني نه منم

شنبی ۲۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۷
د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د طالبانو پر وړاندې په کلکه درېږي او تر هېڅ ډول شرایطو او امتیاز لاندې به د طالبانو واکمني ونه مني.
د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د طالبانو پر وړاندې په کلکه درېږي او تر هېڅ ډول شرایطو او امتیاز لاندې به د طالبانو واکمني ونه مني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې پرون د ولسمشر غني په مشرۍ د امنیت شورا تر بېړنۍ غونډې وروسته کړې دي.

نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي، چې د طالبانو پر ضد به د ملي مقاومت د غښتلي کولو لپاره هر ډول اقدام وکړي او پر وړاندې به یې ودرېږي.

هغه لیکلي : «نن د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت په غونډه کې په کلک هوډ او جدیت سره پرېکړه وشوه چې موږ به د تروریست طالبانو په ضد کلک درېږو او د ملي مقاومت د ټېنګولو لپاره به د ټولو وسایلو او لارو څخه کار اخلو. خلاص.»

ښاغلي صالح یو ځل بیا پر افغان ځواکونو ویاړلي وایي، تر هېڅ ډول شرایطو لاندې او هېڅ ډول امتیاز په مقابل کې به د افغانستان پر خلکو د طالبانو ولکه ونه مني.

ده زیاته کړې«د افغانستان په خلکو د طالبانو ولکه نه منم او هېڅ ډول معاملې ته چې شرایط یې طالبانو تحمیل کړي وي نه تسلیمېږم.»

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه ډاډ ښودلی دی چې طالبان به ماتې خوري خو په وینا یې قرباني غواړي.

صالح دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې وسله والو طالبانو د هېواد ۱۸ ولایتونه په بشپړ ډول تر خپلې ولکې لاندې راوستی او په ځينو نورو ولایتونو کې یې هم یو شمېر ولسوالۍ نیولې دي.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي