۰

په نېږدې راتلونکې کې به پوهنتونونه پیل شي

شنبی ۳۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۳
د لوړو زده کړو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان پوهنتونونو کې حضوري درسونه پیل شي.
په نېږدې راتلونکې کې به پوهنتونونه پیل شي
د لوړو زده کړو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان پوهنتونونو کې حضوري درسونه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د زمري ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د هېواد پوهنتونونو کې حضوري درسونه پیل شي.

سرچینه زیاتوي، دغه وزارت اوسمهال په پوهنتونونو کې د درسونو پیلېدو پر څرنګوالي کار کوي او د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو استادانو او محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې کله د حضوري درسونو د پیلېدو د نېټې په اړه وروستۍ پرېکړه وشوه نو په رسمي توګه به اعلان شي.

د افغانستان پوهنتونونه تېره اوونۍ د افغانستان حکومت د سقوط وروسته ټول رخصت شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي