۰

د روسیې او چین ولسمشران پر افغانستان غږېدلي دي

پنجشنبه ۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۱
د چین او روسیې ولسمشران شي جین پینګ او ولادیمیرپوتین په تلېفوني اړیکه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
د روسیې او چین ولسمشران پر افغانستان غږېدلي دي
د چین او روسیې ولسمشران شي جین پینګ او ولادیمیرپوتین په تلېفوني اړیکه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه تلېفوني اړیکه کې شي جين پينګ  ویلي، چين د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا درناوی کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پر تګلارې ټينګار کوي او تل د افغان مسئلې د سياسي حل په چارو کې رغنده رول لوبوي.
 
ښاغلي پینګ ویلي چين هيله لري، چې له روسيې او د نړيوالې ټولنې له نورو خواوو سره تګ راتګ زيات کړي او د افغانستان مختلفې ډلې وهڅوي، چې پرانيستی او ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي، نرمې او سالمې بهرنۍ او کورنۍتګلارې غوره کړي، له ترهګريزو ډلو سره اړيکې پرې کړي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره په تېره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري.

په ورته وخت کې د روسیې ولسمشرپوتين د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده او هيله يې ښودلې، چې په بېلا بېلو برخو کې له چين سره همکارۍ لا پياوړې کړي.
 
ښاغلي پوتین زیاته کړې، روسيه او چين د افغان مسئلې په اړه ورته دريځ او ګډې ګټې لري، نو ځکه روسيه غواړي، چې له چين سره نږدې همغږي وکړي.

نوموړي ټینګار کړۍ، چې روسیه او چین باید د افغان مسئلې په څواړخيز ميکانيزم کې فعال ګډون وکړي، د افغانستان د حالاتو د آرامولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه يي توکو د قاچاق بندولو، د بهرنيو کړيو د لاسوهنې د مخنيوي او د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
 
د یادونې ده، چې پوتین او پينګ په خپلو خبرو کې د روسیې او چین تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دي.
 
شي جین پينګ ویلي، جين او روسيه د نوې زمانې د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ ملګري دي او بايد د لاسوهنې ضد مبارزه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د خپلو هېوادونو برخليک دې په خپلو لاسونو کې ټينګ ونيسي.
 
ده زیاته کړه، چې چين له دې څخه ملاتړ کوي، چې روسيه د خپل وضعيت له مخې د پرمختګ لاره انتخاب کړي او د ملي حاکميت د خونديتوب لپاره اقدامات غوره کړي.
 
د هغه په وینا دواړه هېوادونه بايد د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو د شلمې کليزې پر وړاندې د دغه سازمان له نورو غړو هېوادونو سره يووالی، همغږي او متقابل ملاتړ پياوړی کړي او د دې سيمې د هېوادونو د امنيت او پرمختګ د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي