۰

د کابل په هوايي ډګر څو توغندي ویشتل شوي دي

دوشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۱
سپینې ماڼۍ تایید کړې، چې په کابل هوايي ډګر څو توغندي ویشتل شوي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
د کابل په هوايي ډګر څو توغندي ویشتل شوي دي
سپینې ماڼۍ تایید کړې، چې په کابل هوايي ډګر څو توغندي ویشتل شوي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې توغندي نن دوشنبې د وږي ۸ مه پر داسې مهال په هوايي ډګر توغول کېږي، چې دغلته مېشت امریکايي ځواکونه له افغانانه د وتلو تابیا کوي.

یوه امریکايي چارواکي رویټر خبري آژانس ته ویلي، پر کابل هوايي ډګر تر پنځو پورې توغنديویشتل شوي، خو د هوايي مدافعې سیستم یې مخه نیولې ده.

تر اوسه دا نه ده معلومه، چې ټول توغندي شنډ کړل شوي که څنګه خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د توغندیو ټوټې پر سړکونو رالوېدلې دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته خبر ورکړل شوی، چې د دغه بریدونو له امله د کابل له هوايي ډګره د تخلیې عملیات نه دي ګډوډ شوي او عادي روان دي.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر بایډن پر خپل امر ټینګار کړی، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې دې د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب لپاره هڅې دوه برابره شي.

په کابل هوايي ډګر دا توغندي پر داسې مهال توغول کېږي، چې پرون هم پر دغه ډګر د برید ګواښونو و، خو وروسته امریکايي ځواکونو په یوه کور د بې پیلوټه الوتکې په واسطه برید وکړ.

امریکايي پوځي چارواکو ویلي، دوی د داعش پر هغه موټر برید کړی، چې غوښتل یې پر هوايي دګر برید وکړي، خو راپورونه وايي، برید پر ملکي وګړو شوی او د شپږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي په کې وژل شوي دي.

امریکا منلې، چې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه راپورونه ورته رسېدلي، خو وایي دوی څېړنه کوي او که رښتیا ملکي وګړي وژل شوي وي، نو دوی به ډېر خواشیني شي.

دا له تېرې پنشنبې راهیسې درېیم ځل دی، چې پر کابل هوایي ډګر برید کېږي.

لومړی د تېرې پنشنبې په ورځ مازیګر مهال د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې کابو ۳۰۰ افغانانو ته چې بهر ته د تلو په تکل دغه ډګر ته ورغلي و، مرګ ژوبله واوښته.

د دغه برید مسوولیت داعش واخیست او له برید یوه ورځ وروسته امریکا په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې په واسطه برید وکړ.

امریکايي چارواکو ویل برید یې د داعش خرسان ډلې په هغه طراح کړی او وژلی یې دی، چې پر کابل هوایي ډګر یې د ځانمرګي برید پلان جوړ کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي