۰
د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته!

په چارو کې مو مداخله نه کو، په چارو کې مو مداخله مه کوۍ

چهارشنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۶
د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی شیخ شهاب الدین دلاور وايي، افغانستان د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د هېڅ هېواد په چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هم غواړي، چې د افغانستان په چارو کې مداخله ونه کړي.
په چارو کې مو مداخله نه کو، په چارو کې مو مداخله مه کوۍ
د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی شیخ شهاب الدین دلاور وايي، افغانستان د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د هېڅ هېواد په چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هم غواړي، چې د افغانستان په چارو کې مداخله ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دلاور چې پرون سه شنبې د وږي ۹ مه له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو او اشغال د پای ته رسېدو په لمانځ غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې د دوی پالسي په عدمې مداخلې او بې طرفۍ ولاړه ده.

ښاغلي دلاور ټینګار وکړ، چې د طالبانو اسلامي امارت او راتلونکی دولت د هېڅ هېواد په چارو کې د مداخلې نیت نه لري او له نورو هم غواړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان، د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.

د طالبانو د مشرتابه شورا دغه غړي له هغو هېوادونو مننه وکړه، چې له افغانستانه یې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته هم خپل سفارتونه فعال ساتلي.

شیخ شهاب الدین دلاور له هغو هېوادونو چې خپل سفارتونه یې تړلي دي غوښتنه وکړه، چې بېرته خپل سفارتونه پرانېزي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې هېڅ بهرني ملکي کارکوونکي او سفارت ته ګواښ نه دی متوجه، نو ټول دې د خپلو دیپلوماټیکو ماموریتونو د دوام په موخه خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

د یادونې ده، چې امریکايي ځواکونه د اګست په ۳۰ مه په بشپړه توګه له افغانستانه و وتل او په دې سره په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن یرغل پای ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي