۰

جوبایډن: د ټرمپ یو بد میراث راپاتې وو، باید له افغانستانه وتلي وای

چهارشنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۴
د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په تړاو له خپلې پرېکړې دفاع کړې وايي، د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو بد میراث ورپاتې و.
جوبایډن: د ټرمپ یو بد میراث راپاتې وو، باید له افغانستانه وتلي وای
د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په تړاو له خپلې پرېکړې دفاع کړې وايي، د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو بد میراث ورپاتې و.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن چې پرون د افغانستان په اړه غږېده و ویل، چې له ټرمپ یو بد میراث ورته پاتې و، چې یا به یې باید عمل پرې کړی وای او یا به یوې بلې جګړې ته ننوتلو.

جوبایډن ټینګار وکړ، چې د افغانستان په اړه یې غوره او پر ځای پرېکړه کړې او په وینا یې دا پرېکړه یې له ټولو دیپلوماتیکو، امنیتي او دفاعي چارواکو سره تر اوږدو سلا مشورو وروسته کړې ده.

نوموړي په افغانستان کې د امریکا جګړه تر ټولو اوږده جګړه وبلله او یې ویل، نور یې نه غوښتل، چې دا جګړه د تل لپاره وغځوي.

دی وايي، د افغانستان څخه د وتلو تصمیم یې پدې خاطر ونیو چې د ترهګرو پر ضد د مبارزې برسیره د ۲۰۲۱د ګواښونو په وړاندې چې د چین او روسیې او د سایبري بریدونو له درکه امریکا ته متوجه دي، مقابله وشي.

نوموړي زیاته کړه، ګمان دا و چې د افغانستان ۳۰۰زره کسیز مجهز امنیتي او دفاعي ځواک چې ۲۰کاله روزل شوی و د طالبانو په وړاندې به مقاومت وکړي، خو دا فرضیه ناسمه وه.

جوبایډن ویلي، امریکا ژمنه ده، په افغانستان کې د پاتې امریکایانو او د امریکایي ځواکونو د همکارانو د ایستلو لپاره او همداشان د بهرنیانو د ایستلو لپاره عمل وکړي.

د امریکا ولسمشر ویلي، د ۱۰۰څخه تر ۲۰۰بورې امریکایان چې په افغانستان کې پاته دي زیات شمیر یې دوه ګونې تابعیت لري او خپله نه دي راوتلي.

خو یو ځل بیا یې زیاته کړه، چې د دپلوماسۍ، نړیوال نفوذ او بشري مرستو له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو.

بایډن زیاته کړې، طالبان باید په خپلو ژمنو ودریږي او هغوی ته چې غواړي له افغانستان څخه ووځي هوایي او ځمکنۍ لارې پرانستې پریږدي.

دغه راز نوموړی وایي، طالبانو په څرګنده ویلي دي چې د امریکا د همکارانو په ګډون د خلکو مصوون وتلو ته زمینه برابروي.

بل خوا بایډن په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ، چې د داعش خراسان څانګې سره د امریکا معامله لا نه ده ختمه شوې او پر وړاندې به یې اقدامات وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي