۰
سراج الدین حقاني، طالبانو ته!

پخوانیو چارواکو او سرتېرو ته نامناسب کلمات مه کاروۍ!

شنبی ۲۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۵
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپلو لومړنیو څرګندونو کې پر ټولو طالبانو غږ کړی، چې پخوانیو چارواکو او عسکرو ته نامناسب کلمات ونه کاروي.
پخوانیو چارواکو او سرتېرو ته نامناسب کلمات مه کاروۍ!
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپلو لومړنیو څرګندونو کې پر ټولو طالبانو غږ کړی، چې پخوانیو چارواکو او عسکرو ته نامناسب کلمات ونه کاروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ده د پېژندنې لپاره جوړه شوې غونډه کې وکړې.

نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو له لوري عفوه سیاسي نه بلکې شرعي وه نو ځکه یې له زړونو د انتقام سوچ هم ایستلی دی.

ښاغلي حقاني ویلي«زموږ له خوا عفوه سیاسي نه، بلکې شرعي وه، نو ځکه موږ له زړونو د انتقام سوچ ايستلی دی.»
 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ويلي، پخوانیو چارواکو او عسکرو ته بايد نامناسب کلمات؛ لکه مجرمین، قاتلین، غلامان او نور ونه کارول شي.

سراج الدين حقاني د امارت منسوبينو ته په خطاب کې زیاته کړې، چې ولس ډېر ځورېدلی او بايد ناوړه چلند ورسره ونه شي.
 
ده ویلي، که له چا سره داسې چلند وشو، اړوندو ادارو ته دې شکايت وکړي او دوی به يې عاملينو ته شرعي سزا ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي