۰

سراج الدین حقاني د قطر له ځانګړي استازي سره کتلي دي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۱
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د قطر د ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدلي دي.
سراج الدین حقاني د قطر له ځانګړي استازي سره کتلي دي
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د قطر د ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه پرون سه شنبې  زمري ۲۸ مه شوې او په کې دواړو لورو پر یو لړ مسایلو خبرې اترې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر همکاریو په ځانګړي دول د کابل هوايي ډګر د چارو پر څرنګوالي خبرې اترې وشوې.

د کورنیو چارو وزارت قطري لوري ته ویلي، چې قطر د اسلامي امارت او نړۍ تر منځ د یوه پله په څېر دی او تمه لري، چې قطر خپل دغه رول ته دوام ورکړي او لا ښې زمینې برابرې کړي.

د یادونې ده، چې قطر او ترکیې له دې وړاندې ویلي و، چې د اسلامي امارت سره د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د چارو سمبالولو په اړه په خبرو اترو کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي