۰

سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو له استازې سره کتلي دي

سی شنبه ۵ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۴
 د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي.
سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو له استازې سره کتلي دي
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي حقاني او مېرمن لاینز لیدنه پرون دوشنبې د سلواغې ۴ مه شوې او دواړو لورو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازې له افغانستان سره د مرستو لپاره د نړیوالو د قانع کولو او ښاغلي حقاني د امنیت ډاډ ورکړی دی.

د سرچینې په وینا په دغه ناسته کې د سرمنشي ځانګړي استازي معین رامیز الاکبروف او د اوچا د دفتر مشرې مېرمن ایسابیل موسارد کارلسن هم ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې د مېرمن لاینز له قوله ویل شوي، چې دوی نړېواله ټولنه په دې قانع کړې، چې له افغانانو سره د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې مرسته وشي.

سرچينه زياتوي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پلاوي ته ډاډ ورکړ چې کورنیو چارو وزارت به په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو د دفترونو او کار کوونکو امنیت ټينګ کړي.

که څه هم کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو یوناما په یوه بیان کې ویلي، چې مېرمن لاینز له ښاغلي حقاني سره د ځینو ښځینه مدني فعالانو په برخلیک هم خبرې کړې دي.

په بیان کې ویل شوي، دېبورا لاینز د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر غوښتي چې تري تم شویو افغان ښځینه فعالانو د لټون لپاره لاس په کار شي.

د یادونې ده، چې پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني هغه مدني فعالانې دي، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې لادرکه دي.

ځینې راپورونه وايي، دغه مېرمن تر یوه لاریون وروسته د طالبانو له خوا نیول شوې خو طالبانو دغه ډول راپورونه په کلکه رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي