د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي د نړۍ د اسلامي علماوو د ټولنې له رییس دکتور احمد الریسوني او سرمنشي دکتور علي قره داغي سره کتلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر سیاسي دفتر کې د طالبانو ویاند نعیم وردګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دغه لیدنه پرون شنبې د وږي دوحه کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، ښاغلي ستانکزي د مسلمانو علماوو له ټولنې څخه له دې امله مننه وکړه چې له هر چا مخکې يې داسلامي امارت څخه د ملاتړ او ور سره همکارئ اعلان وکړ.
نوموړي زياته کړه دا په حقيقت نه يوازې د اسلامي نړئ د علماوو بلکې داسلامي امت له خوا د اسلامي امارت په رسميت پېژندل دي.
ښاغلی نعیم وايي، د مسلمانو علماوو نړيوالې ټولنې يو ځل بيا د اسلامي امارت د تاييد تر څنګ له خپله اړخه د همکارئ ژمنه وکړه.
د وردګ په وینا په ناسته کې د افغانستان په فعلي او راتلونكي وضعيت هم خبرې وشوې.
جمهورخبري آژانس:کابل