۰
عباس ستانکزی:

ګڼ هېوادونه زموږ رسمیت پېژندنې ته چمتو دي، خو امریکا یې مخالف دي

چهارشنبه ۱۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۶
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ګڼ شمېر هېوادونه د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دي، خو د امریکا او ملګرو ملتونو امنیت شورا سخت مخالفت لویه ننګونه ده.
ګڼ هېوادونه زموږ رسمیت پېژندنې ته چمتو دي، خو  امریکا یې مخالف دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ګڼ شمېر هېوادونه د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دي، خو د امریکا او ملګرو ملتونو امنیت شورا سخت مخالفت لویه ننګونه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي په تازه مرکه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو سره په تعامل او خبرو اترو بوخت دي.

نوموړي زیاته کړېو چې په همدې تړاو یې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر له مرستیال سره یو نیم ساعت دوه پر دوه خبرې کړې دي.

ښاغلي ستانکزي ټینګار کړی، چې ډېری هېوادونه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دي، خو د امريکا متحده ايالاتو او ملګرو ملتونو امنیت شورا سخت مخالفت یې د په رسميت پېژندلو پر وړاندې لویې ننګونې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي