۰

هند د افغان ښځینه خبریالانو لپاره بسپنه ټولوي

شنبی ۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۸
 د هند د ښځینه ژورنالیستانو شبکې (ښځې په رسنیو کې) په افغانستان کې له ژورنالیستانو او نورو ګیر پاتې ملکیانو په تېره بیا ښځو سره د پیوستون لپاره د افغان ښځینه خبریالانو لپاره د بسپنې ټولول پیل کړي دي.
هند د افغان ښځینه خبریالانو لپاره بسپنه ټولوي
د هند د ښځینه ژورنالیستانو شبکې (ښځې په رسنیو کې) په افغانستان کې له ژورنالیستانو او نورو ګیر پاتې ملکیانو په تېره بیا ښځو سره د پیوستون لپاره د افغان ښځینه خبریالانو لپاره د بسپنې ټولول پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شبکې ویلي، د سېپټمبر په نهمه یې دا نوښت پیل کړ او په دوو اوونیو کې یې ۳۷ لکه هندي روپۍ چې ۵۰ زره امریکايي ډالره کېږي، ټولې کړي دي.

هند کې د (ښځې په رسنیو کې) شبکه هیله لري چې نورې پیسې به هم ټولې کړي او په دې توګه به د افغان ښځینه خبریالانو ملاتړ وکړي.

د یادونېد ه، چې دوی دا پیسې د افغان ښځینه خبریالانو د الوتکو د ټکټونو، وېزو او نورو لګښتونو لپاره ټولوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي