۰
ملا ترابي:

شرعي حدود جاري کوو، د امنیت لپاره د غله لاس پرې کول اړین دي

شنبی ۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۸
د طالبانو د اسلامي امارت یو بنسټ اېښودونکی او د زندانونو رییس ملا نور الدین ترابي وايي، د دوی حکومت په افغانستان کې اسلامي قوانین پلي کړي.
شرعي حدود جاري کوو، د امنیت لپاره د غله لاس پرې کول اړین دي
د طالبانو د اسلامي امارت یو بنسټ اېښودونکی او د زندانونو رییس ملا نور الدین ترابي وايي، د دوی حکومت په افغانستان کې اسلامي قوانین پلي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ترابي د طالبانو پر پخواني رژیم د نیوکو په ردولو سره ویلي، هغه سخت قوانین چې طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې پلي کړي و، بیا به هم عملي کړي.

نوموړي له اسوشېټېډ پرس سره په مرکه کې ویلي«ټول پر موږ په سټدیوم کې د حکم د اجرا له امله نیوکه کوي، خو موږ هېڅ وخت د هغوی د قوانینو او مجازاتو په اړه څه ویلي نه دي، هېڅوک موږ ته نه شي ویلی چې زموږ قوانین څه ډول باید واوسي، موږ له اسلام څخه پیروي کوو او قوانین به د قران پر اساس جوړ کړو.»

ښاغلی ترابي، چې د طالبانو په خواني حکومت کې د امرباالمعروف او اوس د زندانونو رییس دی ټینګار کړي، چې د غلو لاس پرې کول د ډېرو د امنیت لپاره ضروري دي.

نوموړي زیاته کړې، د طالبانو سرپرسته کابینه د داسې یوې پالیسۍ د جوړیدو په حال کې ده چې آیا له دې وروسته په عام محضر کې شرعي حدود عملي شي که نه.

«موږ د پخوا په پرتله بدل شوي یو.»

په ورته وخت کې ښاغلي ترابي دا هم ویلي، چې طالبان د پخوا په پرتله ډېر بدل شوي او ځینې هغه کارونو ته، چې په پخواني حکومت کې یې اجازه نه ورکوله اوس ورکړې ده.

دی وايي، طالبان اوس د ټلویزیون کتلو، د موبایل درلودلو او عکس اخیستلو ته اجازه ورکوي ځکه په وینا یې دا د خلکو اړتیا ده او طالبان رسنیو ته د خپلو پیغامونو د رسېدونکو وسیلو په توګه ګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي