۰

افغانستان سره د ۱۰۰ متریک ټنه اصلاح شویو تخمونو مرسته ژمنه وشوه

شنبی ۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۳
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دترکيې EHHمؤسسه افغانستان ته ۱۰۰مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونو مرسته وکړه.
افغانستان سره د ۱۰۰ متریک ټنه اصلاح شویو تخمونو مرسته ژمنه وشوه
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دترکيې EHHمؤسسه افغانستان ته ۱۰۰مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونو مرسته وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې تړاو نن شنبې د تلې ۳ مه د یاد وزارت سرپرست زیر مولوي عبدالرحمن راشد او مرستیال یې مولوي صدر اعظم په افغانستان کې د ترکیې EHHمؤسسې مسؤول سره کتلي.

د یاد وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې کتنه کې دواړو خواوو پر دوه اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه او د کرنې وزارت سرپرست الحاج مولوی عبدالرحمن راشد، د يادې مؤسسې چارواکو ته د هر راز همکاريو او امنيت ډاډ ورکړ.
 
د ترکيې د EHHمؤسسې مسؤول ویلي، د افغانستان بزګرانو لپاره ۱۰۰مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونه مرسته کوي او په راتلونکې کې به هم هڅه وکړي چې د کرنې وزارت سره لا ډېرې همکارۍ ولري.
 
نوموړي زیاته کړې، ياده مؤسسه د افغانستان بزګرانو سره د مرستې په پار ښې برنامې لري او په پام کې لري، چې په راتلونکې کې يوشمېر بزګرانو ته برمه يې څاګانې حفر کړي تر څو د دوی د ځمکو خړوبولو ته زمينه برابره شي.
 
بايد وويل شي، چې تر دې وړاندې د کرنې وزارت له خوا هرکال د کرکېلې په موسم کې پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېدل او ټاکل شوې، چې سږکال به هم دا لړۍ تر راتلونکې يوې مياشتې پيل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي