۰

احمد مسعود له نړیوالو غوښتي، چې طالبان په رسمیت ونه پېژني

یکشنبه ۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۱
د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د دویم مقاومت په نوم د جوړې شوې جبهې مشر احمد مسعود پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.
احمد مسعود له نړیوالو غوښتي، چې طالبان په رسمیت ونه پېژني
د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د دویم مقاومت په نوم د جوړې شوې جبهې مشر احمد مسعود پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې احمد مسعود په تازه څرګندونو کې طالبان په جنایت کولو تورن کړي او ویلي یې دي، چې طالبانو تر پنجشېر زیات په کندهار کې جنایتونه کړي دي.

نوموړي ویلي، د طالبانو سره یې مخالفت قومي اړخ نه لري، بلکې په وینا یې دی د ناپښتونو استازیتوب نه کوي او طالبان د پښتونو.

احمد مسعود خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې ورځ تر بلې ترهګرې ډلې د فعالېدو په حال کې دي او نه باید نړۍ یې یوازې ننداره وکړي.

مسعود د مقاومت له جبهې سره د کوم بهرني هېواد د مرستې کولو خبره هم رد کړې او دغه راز یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د یادونې ده، چې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته احمد مسعود پنجشېر ته ولاړ او هلته یې د طالبانو پر ضد د دویم مقاومت جبهه جوړه کړه.

خو طالبانو د مقاومت له جبهې سره تر څو ورځنیو بې پایلو خبرو اترو وروسته په دوه ورځو کې پنجشېر ولایت په بشپړه توګه ونیوه او د مقاومت د جبهې مشران یو په بل پسې له دغه ولایته و وتل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي