۰

یو شمېر امریکايي سناتورانو پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو غوښتنه کړې

چهارشنبه ۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۴
له شلو زیاتو امریکايي سناتورانو پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې او په دې اړه یې یوه طرحه دې جرګې ته وړاندې کړی دی.
یو شمېر امریکايي سناتورانو پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو غوښتنه کړې
له شلو زیاتو امریکايي سناتورانو پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې او په دې اړه یې یوه طرحه دې جرګې ته وړاندې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غوښتنه او طرحه د امریکا د سنا د ۲۲ جموریت پال ګوند د غړیو له خوا وړاندې شوې ده.

دوی دغه طرحه پرون سه شنبې د تلې ۶ مه جرګې ته وړاندې کړې، چې د پاکستان یادونه هم په کې شوې او ښايي دغه هېواد هم دې بندیزونو کې شامل شي.

په طرحه کې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه، څارنې او محاسبه، نوم ورکړل شوی ویل شوي، دوی پر طالبانو او پر هغو چې د طالبانو مرسته کوي، د یو لړ بندیزونو لګولو غوښتنه کوي.

دغه طرحه کې وړاندیز شوی چې امریکا باید په ملګرو ملتونو او په خپله امریکا کې د طالبانو هېڅ غړی د افغانستان د سفیر او استازي په توګه ونه مني.

یادو امریکايي سناتورانو په ټینګار دا غوښتنه هم کړې، چې له ټولو هغو بنسټونو سره دې د امریکا مرستې بیا وارزول شي چې د طالبانو ملاتړ کوي.

په طرحه کې دا هم ویل شوي، چې ولسمشر بایډن دې د هغو ټولو اقتصادي او امنیتي ګواښونو تفصیل وړاندې کړي چې روسیه، چین او طالبانو یې د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو ته پېښولی شي.

د پاکستان په اړه:

د بندیزونو په دې قرارداد کې ټېنګار شوی چې د طالبانو پرملاتړو دې هم بندیزونه ولګول شي، دې لړ کې د پاکستان یادونه شوې ده.

سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نه غوښتي چې له ۲۰۲۰ نه تر ۲۰۲۱ پورې د طالبانو په ملاتړ کې دې د پاکستان د رول ارزونه وکړي.

دوی ویلي له طالبانوسره د دولتي او نادولتي ملاتړ ارزونه دې وشي. دې ملاتړ کې د پټنځایونو ورکول، مالي، استخباراتي، لوژستیکي او طبي ملاتړ شامل دي. په قرارداد کې د روزنې، وسلو ورکولو او تکتیکي او یا ستراتیژیکې لارښوونې یادونه هم شوې ده.

په طرحه کې د بهرنیو چارو وزارت نه غوښتنه شوې ده چې په هغو بریدونو کې د پاکستان رول و ارزوي چې په پایله کې د افغانستان حکومت ړنګ شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي