۰
بهر کې د افغان حکومت اعلان ته د طالبانو غبرګون:

د کابل اداره نور وجود نه لري اسلامي امارت د افغانستان واقعي استازی دی

پنجشنبه ۸ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۱
د افغانستان اسلامي امارت په بهر کې د پخواني افغان حکومت د یو شمېر غړیو او سیاسي رهبرانو چې نومونه یې نه و اخستل شوي او د حکومت اعلان یې کړی و، غبرګون ښودلی دی.
د کابل اداره نور وجود نه لري اسلامي امارت د افغانستان واقعي استازی دی
د افغانستان اسلامي امارت په بهر کې د پخواني افغان حکومت د یو شمېر غړیو او سیاسي رهبرانو چې نومونه یې نه و اخستل شوي او د حکومت اعلان یې کړی و، غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړی او د دوی له خوا ملګرو ملتونو ته ورمعرفي شوي استازي سهیل شاهین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې طالبانو د افغانستان د خلکو رښتیني استازي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کابل اداره نور وجود نه لري او د افغانستان اسلامي امارت د افغانانو رښتینی او واقعي استازی دی.

ښاغلي شاهین ویلي«د کابل اداره نور نشته، د دولت هېڅ اجزاوې د دوی په لاس کې نه دي، بلکې د افغانستان د اسلامي امارت په لاس کې دي.»

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې په ژنیو کې د افغانستان د سیاسي استازولی څخه یوه خبر پاڼه خپره شوه او په کې یې د حکومت اعلان کړی وو.

دغه اعلامیه کې ویل شوي و چې دوی په ډېر ژر د خپل حکومت ځای ځایګی په ډاګه کړي خو د هېچا نوم یې هم نه و اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي