په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني سرتېرو وسله وال برید شوی، چې په کې پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون شنبې د تلې ۱۰ مه د شمالي وزیرستان د سپین وام تحصیل په لرې پرته سیمه سلپازۍ سیمه کې شوې ده.
راپورونه وايي، په دغه وسله وال برید کې څلور ملېشه سرتېري او یو پولیس وژل شوی دی.
پاکستاني چارواکي وايي، وسله والو په امنیتي سرتېرو هغه مهال برید وکړ چې دوی سیمې ته د تلاشۍ لپاره روان وو.
ویل کېږي په وژل شویو کې حوالدار زاهد، حوالدار اشتیاق، لانس نایک مجید، لانس نایک والي او یو پولیس سرتېری شامل دي.
د برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی او مرکزي ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل