۰

طالبانو له بهرنیو سره د افغان ژپاړونکو د احضارولو راپور رد کړ

یکشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۰
د افغانستان اسلامي امارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې دوی له یو شمېر هغه کسان امنیتي ادارو ته احضار کړي، چې له بهرنیو ځواکونو سره یې د ژپاړونکو په توګه کار کړی دی.
طالبانو له بهرنیو سره د افغان ژپاړونکو د احضارولو راپور رد کړ
د افغانستان اسلامي امارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې دوی له یو شمېر هغه کسان امنیتي ادارو ته احضار کړي، چې له بهرنیو ځواکونو سره یې د ژپاړونکو په توګه کار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې د امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په ټوېټر ویلي، د افغانستان د اسلامي امارت امنیتي ادارو محکمې ته هېڅ یو پخوانی ترجمان نه احضار کړی او نه‌ یې هم چاته ویلي چې محکمې ته دې حاضر شي.

د اسلامي امارت دغه ویاند دا ډول راپورونه رد کړل او هغه ‌یې بې ‌بنسټه وبلل.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې د هالنډ اېن اواېس ټلوېزیون راپور ورکړی و چې طالبانو له هغو افغانانو چې د هالنډیانو لپاره ‌یې د ژباړونکو په توګه کار کړی و، غوښتې چې محکمې ته حاضر شي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي وو، چې ځینې ژباړونکي پټ دي او د طالبانو د یوه لیک له مخې، که دوی ځانونه تسلیم نه‌ کړي د هغوی د کورنیو غړو ته به د دې لپاره سخته سزا ورکړي چې نورو ته عبرت شي.

خو د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق هم دغه راپورونه رد کړي او هغه ‌یې یوه تبلیغاتي هڅه بللې وه.

ښاغلي وثیق ویلي وو، یو شمېر کسان په دې ډول ادعاوو سره غواړي چې له هېواده بهر ووځي او په نورو هېوادونو کې پناه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي