۰
د لوړو زدکړو سرپرست وزیر:

د تېرو ۲۰ کلونو ښوونځیو فارغانو څخه د هېڅ تمه نه شي کېدای

دوشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۱
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یو ځل بیا د پوهنې پر بهیر نیوکه کړې وايي، په تېرو شلو کلونو کې چې کوم زده کوونکي له ښوونځیو فارغ شوي، د هېڅ شي تمه نه شي ترې کېدای.
د تېرو ۲۰ کلونو ښوونځیو فارغانو څخه د هېڅ تمه نه شي کېدای
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یو ځل بیا د پوهنې پر بهیر نیوکه کړې وايي، په تېرو شلو کلونو کې چې کوم زده کوونکي له ښوونځیو فارغ شوي، د هېڅ شي تمه نه شي ترې کېدای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مولوي عبدالباقي حقاني دغه څرګندونې د پوهنتون له یو شمېر استادانو سره په یوه ناسته کې کړې، چې ویډیو یې پر خواله رسنیو لاس په لاس کېږي او خلکو پرې نیوکې کړې دې.

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې وايي«موږ باید د راتلونکي لپاره یو اساسي بنسټ کېږدو او کار وکړو، دا په تېرو ۲۰ کلونو کې چې څوک هم د ښوونځیو نه فارغ شوي، کومه تمه او توقع نه شي ترې کېدای.»

د یادونې ده، چې ښاغلي حقاني تر دې وړاندې د خپلې معرفۍ په مراسمو کې هم ویلي، هغه کسان چې لسانس او دوکتورا لري، تر هغې د دیني عالم قدر او عزت ډېر دی او هغوی دومره ارزښت نه لري، لکه دیني مدرسو زده کوونکي.

د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر دغه څرګندونې هم هغه مهال تر نیوکو لاندې وې او اوس یې د تازه څرګندونو په اړه هم په خواله رسنیو توند غبرګونونه راپارولي دي.

ځينې د خواله رسنیو کارکوونکو خو ان د اسلامي امارت له مشرتابه څخه دا غوښتي، چې د نوموړي پر ځای دې یو بل څوک د لوړو زده د وزیر په توګه وټاکي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي