۰

د پاسپورټ وېش لړۍ پیل شوه، ټول کارمندان یې د ښځینه وو په ګډون پخواني دي

سی شنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۲
له دوه میاشتي ځنډ وروسته د پاسپورټ ریاست بیا په کار پیل وکړ او سر له نن سه شنبې د تلې ۱۳ مې څخه د پاسپورټ د ورکړې لړۍ پیل شوه.
د پاسپورټ وېش لړۍ پیل شوه، ټول کارمندان یې د ښځینه وو په ګډون پخواني دي
له دوه میاشتي ځنډ وروسته د پاسپورټ ریاست بیا په کار پیل وکړ او سر له نن سه شنبې د تلې ۱۳ مې څخه د پاسپورټ د ورکړې لړۍ پیل شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ریاست د کار پیل نن سه شنبې د تلې ۱۳ مه د یوې غوندې په ترڅ کې د یاد ریاست د سرپرست رییس الحاج علم ګل حقاني له لوري وشو.

ښاغلي حقاني په دغه غونډه کې و ویل، د پاسپورټ ریاست ټول نارینه او ښځینه کارکوونکي مکلف دي، چې سر له نن څخه خپل کارونه په ښه توګه پیل کړي.

نوموړي د ریاست کاروونکو ته خبرداری ورکړ، چې نه خپله غلا، خیانت نه کوي او رشوت نه اخلي او نه هم نورو ته اجازه ورکوي.

ښاغلي حقاني ټینګار وکړ، چې که څوک په خیانت، رشوت، باج اخیستنې او کمېشنکارۍ باندې ګیر شول د اسلامي امارت له خوا به عفوه ورته ونه شي، بلکې د قانون سره سم به چلند ورسره وشي.

د پاسپورټ رییس پر رسنیو او خلکو هم غږ ورکړ، چې د ښځو خدماتو په وړاندې کولو او د رشوت، درغلۍ، باج اخیستنې او کمېشنکارۍ د مخینوي په برخه کې مرسته ورسره وکړي او که یې چېرته په دې اړه کوم معلومات تر لاسه کړل نو د ریاست سره یې د شریک کړي.

نوموړي یو ځل بیا د پاسپورټ ریاست پر ټولو نارینه او ښځینه کارکوونکو غږ وکړ، چې خلکو ته په رښتیني توګه خدمت وکړي او ستونزې یې حل کړي.

د پاسپورټ رییس زیاته کړه، چې دوی اوس په دغه ریاست کې تر یو میلیون پورې چاپ پاسپورټونه شته، چې تر ۱۰ پورې بیا چاپ ته اړتیا نه لیدل کېږي.

ښاغلي حقاني و ویل چې دوی هڅه کوي، چې د ورځې تر شپږ زره پورې پاسپورټونه خلکو ته و وېشي او په وینا یې که وکولی شي ان د شپې له خوا به هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.

حقاني په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې دوی به په لومړي سره کې هغه ۲۵ زره کسانو ته د پاسپورټ د ورکړې لړۍ پیل کړي، چې بانکي حسابونه یې خلاص شوي او یوازې د پاسپورټ تر لاسه کولو ته منتظر دي.

د پاسپورټ رییس د خپلو خبرو په پای کې دا هم و ویل، چې د دغه ریاست د کارکوونکو درې میاشتنی معاش به د اسلامي امارت له خوا اجرا شي او دغه راز به هڅه وکړي، چې د پاسپورټ بیه هم یو څه راټیټه کړي.

په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو رییس قاري سعید خوستي هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې اسلامي امارت د خپلو ژمنو سره سم چې ویلي و، ښځو ته به د شریعت او سیستم په چوکاټ کې د کار زمینه برابروی، نن عملي کړه.

نوموړي زیاته کړه، چې د پاسپورټ ریاست ټول پخواني کارونکي هغه که نارینه دي او که ښځینه بېرته راغوښتل شوي او نن یې په خپل کار پیل وکړ.

ده و ویل«په رسنیو کې دا خبره ډېره ګرځي، چې امارت ښځو ته کار نه ورکوي، ټول شموله نه دی، نن موږ دا ژمنه پوره کړه، د پاسپورټ ټول پخواني کارکوونکي مو راوغوښتي، د ښځو په برخه کې هم همدا خبرې په رسنیو راڅرخي، نو مو دا خبره عملي کړه، چې موږ ښځو ته کار ورکوو نن مو ولیدل، چې د پارسپورټ ریاست ټولې ښځینه کارونکې راغوښتل شوې.»

ښاغلي خوستي زیاته کړه، چې د ښځینه وو لپاره د پاسپورټ سیستم پر داسې توګه جوړ شوی، چې ښځینه پاسپورټ اخیستونکې به په جلا لارو راځي او په جلا ځای کې به د ښځینه کاروونکو له خوا ورته طی مراحل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي مسوول وویل، چې اوس وخت کې همدا پاسپورټونه چاپ شوي او خلکو ته وېش کېږل او د بیا چاپ او هغې کې د لوګو او نوم په اړه به وروسته د مشرانو له خوا پرېکړه کېږي.

ښاغلي خوستي په خپلو خبرو کې د تذکرو په اړه هم څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې په دې اړه هم کار روان دی او ډېر ژر به د دغه ادارې چارې هم پیل شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي