۰
امریکايي سناتوران:

له افغانستان د ځواکونو په وتلو کې د بېړې په اړه باید پلټنې وشي

چهارشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۶
د امریکا په سنا کې ځینې جمهوري پالو په یوه لایحې کې د دې غوښتنه کړې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د بېړې په اړه باید پلټنه وشي.
له افغانستان د ځواکونو په وتلو کې د بېړې په اړه باید پلټنې وشي
د امریکا په سنا کې ځینې جمهوري پالو په یوه لایحې کې د دې غوښتنه کړې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د بېړې په اړه باید پلټنه وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا لایحه د سناتور جاش هاولي او سناتور رېک سکاټ له خوا پرون سه شنبې د تلې ۱۳ مه جرګې ته وړاندې کړه.
د جمهوریپال ګوند ګڼو نورو سناتورانو هم د دې لایحې ملاتړ کړی او هغه یې لاسلیک کړې ده خو تراوسه پورې کوم دیموکرات سناتور لاسلیک کړې نه ده.

سناتورانو ویلي، د امریکايي پوځیانو د وتلو له کبله د افغانستان حکومت وپرزېد او هغه افغانان چې په تېرو ۲۰ کلون کې یې له امریکایانو سره مرسته کړې وه له ګڼو امریکايي اتباعو سره په افغانستان کې پاتې شول.

ولسمشر جو بایډن غوښتل چې امریکايي پوځیان د سپټمبر تر یوولسمې له افغانستانه ووځي، خو عملاً یې خپل ځواکونه د اګست په پای کې وایستل.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریپال ولسمشر نالډ ټرمپ د حکومت او طالبانو د موافقې پر اساس امریکايي پوځیان باید د مې تر لومړۍ له افغانستانه وتلي وای.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي