د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، د دوحې غونډه کې د افغانستان پر ثبات او نړۍ سره پر مثبت تعامل ټینګار وشو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، له امریکايي پلاوي سره غونده کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، د دوحې هوکړې په عملي کېدو او دغه راز پر مثبتو دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، په دغه غونډه کې ټینګار شوی دی چې د افغانستان پر حریم به تېری نه کېږي او دغه راز به اجازه نه ورکول کېږي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
ښاغلی متقي وايي، د غونډې بله مهمه اجنډا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدل دي او همدارنګه ټینګار شوی دی چې د افغانانو د لاسنیوي لپاره باید هر څه ژر د مرستو عملي لړۍ پیل شي.
دی زیاتوي، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی نو باید د تضعیف پر ځای د نوي دولت ملاتړ وشي څو په سمه توګه افغان ولس ته اړین سهولتونه او د ژوند کولو امکانات برابر کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست ویلي، خبرې به نن هم دوام ولري او په راتلونکو ورځو کې به د اروپایي هېوادونو له استازو سره هم پر مهمو موضوعاتو اړین بحثونه وشي.
جمهوخبري آژانس:کابل