۰

جان بولټڼ: امریکا خو افغانستان پرېښود، خو افغانستان به امریکا پرېنږدي

دوشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۴
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن یو ځل بیا له افغانستان د سرتېرو ایستلو په اړه د بایډن پر اداره نیوکې کړې او دا یې د اندېښنې وړ کاربللی دی.
جان بولټڼ: امریکا خو افغانستان پرېښود، خو افغانستان به امریکا پرېنږدي
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن یو ځل بیا له افغانستان د سرتېرو ایستلو په اړه د بایډن پر اداره نیوکې کړې او دا یې د اندېښنې وړ کاربللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بولټن دې هېل نشریې ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې له افغانستانه وتل ناکامه پرېکړه او د وتلو بڼه له شرمه ډکه وه.

نوموړي ویلي، د امریکا اوسنی حکومت باید د افغانستان په اړه اندېښنه ولري، ځکه په وینا یې په دغه هېواد کې د ترهګرو د فعالیت زیاتېدو په اړه وېره شته ده.

بولټن په دې مقاله کې د بایډن پر حکومت او د تېرو ولسمشرانو پر اداره هم نیوکه کړې چې د افغانستان په اړه یې واضح دریځ نه درلود او د میلیاردونو ډالرو لګښت تر څنګ یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د امریکا د ملي امنیت پخواني مرستیال ویلي«موږ افغانستان پرېښود خو افغانستان به امریکا او د دوی متحدین پرې نه ږدي.»

دغه پخواني امریکايي چارواکي خبرداری ورکړی چې ښایي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شي او سیمې ته ګواښ جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي