۰
ټرمپ:

له افغانستانه مو وتل تر ټولو شرموونکې پېښه وه، مسوول یې بایډن دی

سی شنبه ۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۱
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه په دې شکل د امریکايي ځواکونو ایستلو د ولسمشر جوبایډن پر پرېکړه نیوکه کړې ده.
له افغانستانه مو وتل تر ټولو شرموونکې پېښه وه، مسوول یې بایډن دی
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه په دې شکل د امریکايي ځواکونو ایستلو د ولسمشر جوبایډن پر پرېکړه نیوکه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د دغه هېواد د تاریخ تر ټولو شرموونکې پېښه بللې ده.

ټرمپ ویلي«د افغانستان تخلیه د امریکا د تاریخ تر ټولو شرموونکې او تحیقروونکې پاڼه وه، چې د دغه شرم مسوول جوبایډن دی.»

نوموړي زیاته کړې، چې په ډېر عزت او تدبیر له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو ته چمتو و او که چېرته یې دنده پای ته نه وای رسېدلې نو حتی یو مېخ به هم ترې په افغانستان کې نه و پاتې شوی.

دغه پخواني امریکايي ولسمشر په کابل کې د تخلیې پر مهال په هوایي ډګر کې وروستۍ چاودنې ته په اشارې ویلي، چې په یاده پېښه کې ۱۳ امریکایي پوځیان ووژل شول خو هېچا یې هم نوم وانخیست، چې دا د وژل شویو سرتېرو روح او د هغوی عزیزانو ته سپکاوی دی.

خو په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ یو ځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو ننګه کړې او وايي دا کار د دوی په ګټه وو.

د سپینې ماڼۍ د مرکزي اسیا د چارو مسوول برت مک ګورک ویلي، له افغانستانه د دوی وتل ځکه په ګټه و چې اوس یې ټول تمرکز پر منځني ختیځ دی.

نوموړي زیاته کړې، دوی به په منځني ختیځ کې خپل حضور ته دوام ورکړي او که اړیتا یې وه نو نور ځواکونه به هم دغې سیمې ته واستوي.

د هغه په وینا امریکایي پوځیان به د عراقي پوځیانو او پیشمرګه ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

ګورک ټینګار کړي، چې امریکا په منځني ختیځ کې پاتې کېږي ځکه چې دا چاره د امریکا د امنیت او حیاتي ګټو لپاره ډېره مهمه ده، نو پر همدې بنسټ دوی هېڅ چېرته هم نه ځي او تر خپل ټاکلي وخته پورې به په منځني ختیځ کې خپل حضور وساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي