راپورونه وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو مدني فعال په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن سه شنبې د تلې ۲۰ مه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند چهل متره سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
وژل شوی مدني فعال عبدالرحمن نومېږي، چې په لومړي سر کې سخت ټپي و او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د عبدالرحمن ورور شاد نور مظلویار د خپل ورور وژل کېدل تایید کړي وايي، دوی له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهېږي، چې ورور یې چا او ولې وژلی دی.
د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي او تر اوسه یې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
عبدالرحمن معاون په اصل کې د لغمان د کشمنډ سیمې اوسېدونکی و چې له تېرې شااوخوا دوه لسیزو راهیسې په ننګرهار کې په مدني فعالیتونو بوخت و.
باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې هدفي او مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.
څو ورځې وړاندې سید معروف سادت چې د
جمهور خبري آژانس په ګډون یې له ګڼو رسنیو سره کار کړی و، د نامعلومه وسله والو کسانو په ډزو کې له دوه نورو کسانو سره و وژل شو او زوی یې ټپي شو.
جمهورخبري آژانس:کابل