۰

امیرخان متقي د قزاقستان له ځانګړي استازي سره کتلي

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۹
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د نړیوالې همکارۍ په برخه کې د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي يرزان کازيخانوف او مل پلاوي سره لیدلي.
امیرخان متقي د قزاقستان له ځانګړي استازي سره کتلي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د نړیوالې همکارۍ په برخه کې د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي يرزان کازيخانوف او مل پلاوي سره لیدلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، دغه لیدنه پرون یکشنبې د تلې ۲۵ مه شوې او په کې له قزاقستاني پلاوی څخه له افغانستان سره د هغوی د بشردوستانه مرستو مننه وشوه.

د بهرنیو چارو وزیر پر بهرني سياست رڼا واچوله او زياته يې کړه چې افغانستان د سيمه‌ ييزې همکارۍ د زمينې برابرولو ته ژمن دی او له ټولې سيمې سره د متوازن بهرني سياست پر اساس نژدې او پر همکارۍ او تفاهم ولاړې اړيکې غواړي.

ده وويل، د افغانستان ثبات او امنيت د سيمې له اقتصادي ښېرازۍ سره نېغ په نېغه مرسته کولی شي.

په ورته وخت ښاغلي کازيخانوف افغانستان ته د امنيت او ثبات په راګرځولو کې د ا.ا.ا. له هڅو او لاسته‌ راوړنو څخه مننه کړې او ټینګار یې کړي، چې قزاقستان يو پراګماتيک او متوازن بهرنی سياست لري.

د قزاقستان ځانګړي استازي همداراز و ويل هېواد يې د منځنۍ اسيا له ټولو هېوادونو سره نژدې اړيکې لري.

په پای کې دواړو لوريو ټينګار وکړ چي اقتصادي همکاري او دوه اړخيزه سوداګري نوره هم ښه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي