۰

د پاکستان له لوري د دروازو بندولو لسګونه زره سوداګر زیانمن کړي دي

دوشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۱
د پاکستان له لوري له افغانستان سره د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له امله لسګونه زره لوی او وړو سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د پاکستان له لوري د دروازو بندولو لسګونه زره سوداګر زیانمن کړي دي
د پاکستان له لوري له افغانستان سره د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له امله لسګونه زره لوی او وړو سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې له څه وخت راهیسې پاکستان د سپین بولدک – چمن لار تړلې، چې له امله یې کابو ۵۵ زره لوی او واړه سوداګر زیانمن شوي او کاروبار یې له ګواښ سره مخ دی.

دا خبره پاکستاني رسنۍ هم تاییدوي او وايي، د کرښې دواړو غاړو ته زرګونه بار موټر ولاړ دي، چې ډېری یې د تازه مېوو او سبزیجاتو دي.

سرچینې زیاتوي، که د لارو د خلاصون لپاره بېړني او جدي اقدامات ونه شي نو د دغه توکو د خرابېدو ګواښ زیات دی او سوداګر به سخت مالي زیانمن کړي.

په ورته وخت کې سوداګرو له دواړو لورو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزې حل شي، لارې د دې تګ راتګ پر مخ خلاصې کړي او سوداګرو ته د میلیونه ډالرو د زیان اوښتو مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي