راپورونه وايي، ټاکل شوې اروپايي ټولنه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک فعالیت بېرته پیل او دفتر پرانیزي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اروپايي ټولنې پرېکړه کړې، چې له طالبانو سره د تعامل او د محدوده اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې خپل دفتر تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پرانیزي.
همدارنګه ویل کېږي بروکسل غواړي چې په افغانستان کې د تخلیې ماموریت په موخه هم خپلو چارو او فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
د یادونې ده، چې اروپايي ټولنه په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره ستر مرستندویه بنسټ بلل شوی دی او د دې احتمال شته چې د دفتر په پرانیستل کېدو سره یې په بېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل