د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو د څارنې ادارې یا سيګار د افغانستان په جګړه کې د امريکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه نوي ارقام خپاره کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیګار په تازه معلوماتو کې ویل شوي، چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې ټول ۱۹۱۰ امريکايي سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.
دغه سرچینې زیاته کړې، چې د دې ترڅنګ، ۴۱۵ نور امريکايي سرتيري په طبيعي مرګ په افغانستان کې مړه شوي دي.
همدارنګه سیګار د افغانستان په جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام هم خپاره کړل.
سیګار ویلي، چې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال له ۶۰ تر ۷۰ زرو پورې افغان ځواکونه وژل شوي دي.
دا اداره وايي، د افغان ځواکونو د تلفاتو ارقام یې د امریکا د پوځ د لوی درستیز جنرال مارک ميلي له لوري تر لاسه کړي دي.
د سیګار په تازه معلوماتو کې د امريکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې د ارقامو د منبع په اړه څه نه دي ويلي.
جمهورخبري آژانس:کابل