۰
ټرمپ:

بایډن د تسلیمۍ په بڼه سرتېري و ایستل اوس به چین بګرام کې پوځي اډه جوړه کړي

دوشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۹
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډت ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې ولسمشر بایډن په شرمناکه توګه سرتېري له افغانستان وایست او اوس به بګرام کې چین خامخ پوځي اډه جوړه کړي.
بایډن د تسلیمۍ په بڼه سرتېري و ایستل اوس به چین بګرام کې پوځي اډه جوړه کړي
د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډت ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې ولسمشر بایډن په شرمناکه توګه سرتېري له افغانستان وایست او اوس به بګرام کې چین خامخ پوځي اډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ له فاکس نیوز سره له افغانستان د سرتېرو ایستلو په اړه د بایډن په پرېکړه نیوکه کړې او ټینګار یې کړي، چې بایډن له افغانستان څخه يې ځواکونه په ډېر شرمناک او د تسلیمۍ په بڼه و ایستل.

ټرمپ وايي، که دی ولسمشر وای ځواکونه يې د امريکا د اقتدار او عزت له خوندي ساتلو سره دوی ته له زيان اوښتو پرته ویستل او بګرام پوځي اډه يې د چين د خاطره هم نه پريښوده.

نوموړي يو ځل بيا خبرداری ورکړی، چې چين په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو خوشې کړې تر ټولو سترې پوځي اډې ( بګرام) ته سترګې ګنډلي او هلته به اډه جوړه کړي.

ډونالډ ټرمپ زياتوي، ده به بګرام پوځي اډه په هېڅ ډول نه خوشې کوله او په دې دليل يې هم ساتله، چې له چين سره يې یو اعت واټن دی.

ټرمپ پر داسې مهال دا خبرداری ورکوي، چې وړمه ورځ د امریکا د ولسي جرګې یوه استازي هم ویلي و، چې چین هڅه کوي، د بګرام پوځي اډه چې یو وخت د امریکا سترګې او غوږونه وو، ونیسي او پوځي اډه په کې جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي