۰
سعودي عربستان:

افغان مسافر کولی شي د اریانا هوايي شرکت له لارې مستقیمآ سعودي ته راستانه شي

دوشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۵
د سعودي عربستان دولتي چارواکو په ریاض کې د افغانستان سفارت سره هوکړه کړې، چې افغان مسافر کولی شي د اریانا هوايي شرکت له لارې مستقیمآ سعودي ته راستانه شي.
افغان مسافر کولی شي د اریانا هوايي شرکت له لارې مستقیمآ سعودي ته راستانه شي
د سعودي عربستان دولتي چارواکو په ریاض کې د افغانستان سفارت سره هوکړه کړې، چې افغان مسافر کولی شي د اریانا هوايي شرکت له لارې مستقیمآ سعودي ته راستانه شي.

د جمهور خبري آژانس د سفارت په خبرتیا کې ویل شوي، هغه افغان مسافرو چې په سعودي عربستان کې د کرونا واکسین دواړه ډوزونه ترسره کړي وي او د توکلنا په کاريال پروګرام کې ثبت شوي وي، د خروج عودې وېزې په لرلو سره کولی شي چې د آریانا افغان هوايي شرکت د استثنائي الوتنو له لارې مستقیما سعودي عربستان ته راستانه شي.

همداراز هغه هېوادوالو چې په افغانستان کې د سعودي عربستان د روغتيا وزارت په شرایطو برابر د کرونا واکسين دوه ډوزونه اخستې وي، په رياض کې د افغانستان سفارت خپلو هڅو ته دوام ورکوي ترڅو په هېواد کې د پاتې مسافرو ته د راستنېدو زمينه برابره کړي, او وکولای شي چې په مستقيم ډول او يا هم د متحده عربي اماراتو د درېيم هيواد له لارې سعودي عربستان ته راستانه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي