۰

اسلامي امارت: د هېواد ټولو برخو ته خوراکي توکي او درمل رسوو

شنبی ۲۹ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۶
د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین وايي، هڅه کوي، چې د ټول هېواد ته د ژمي له راتګ وړاندې خوراکي توکي، البسه او درمل ورسوي.
اسلامي امارت: د هېواد ټولو برخو ته خوراکي توکي او درمل رسوو
د افغانستان د اسلامي امارت مسوولین وايي، هڅه کوي، چې د ټول هېواد ته د ژمي له راتګ وړاندې خوراکي توکي، البسه او درمل ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، اوس هم له بېوزلو کورنیو سره د مرستو لړۍ روانه ده او له نورو سیمه ییزه او نړیوالو هېوادونو سره هم خبرې شوې، چې مرستې وکړي.

د هغه په وینا نړیوالو ډاډ مرستو ډاډ ورکړی او دوی هڅه کوي، چې مرستې د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوي.

دغه راز ښاغلي کریمي زیاته کړې، چې د کار موندنې په تړاو هم ګڼې پروژې تر لاس لاندې دي او ټینګار کوي چې د دوی هڅو او د نړیوالو ژمنو ته په کتو سره به هغه وړاندوینې چې ویل کېږي په افغانستان کې به راتلونکی ژمی یو انساني ناورین رامنځته شي هم ناسمې ثابتې شي.

اسلامي امارت دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې واک ته د دوی له رسېدو وروسته نه یوازې چې د بې کارۍ کچه ډېره شوې، بلکې لوږه هم مخ پر زیاتېدو ده.

د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې کابو ۲۴ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او که مرستې ورسره ونه شي، بشري ناورین به رامنځ ته شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم د تېرې پشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې خبرداری ورکړ، چې د افغانانو هېرول به یوه ستره تاریخي تېروتنه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي