۰
د خونړ نړیوال سازمان اجرائیوي مشر:

۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري، بشري ناورین دی

سی شنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۲
د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي رییس ډېوېډ بیسلي وایي، افغانستان د نړۍ پر مخ له تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخامخ دی.
۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري، بشري ناورین دی
د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي رییس ډېوېډ بیسلي وایي، افغانستان د نړۍ پر مخ له تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخامخ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون دوشنبې د لړم ۱۷مه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د خبرو پر مهال ویلي، په اوس وخت کې د شااوخوا ۴۵ میلیونه وګړو چې په نړۍ کې د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي، کابو نهه میلیونه یې په افغانستان کې دي.

دی زیاتوي، ښایي افغانستان چې ژمۍ را روان دی، راتلونکې څو میاشتې له داسې یوه وضعیت سره چې نوموړي د ځمکې پر سر له دوزخ سره پرتله کړ، مخامخ شي.

هغه ویلي«وضعیت دومره خراب دی چې ښایي تاسو یې تصور وکولای شۍ، موږ په اوس وخت کې هلته په نړۍ کې د تر ټولو ناوړه بشري ناورین شاهدان یو. ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري. په اوس وخت کې د دې شاهدان یو چې ۲۳ میلیونه وګړي د خوار ځواکۍ پر لور روان دي او له دې ډلې نژدې نهه میلیونه وګړي یې له قحطۍ سره مخامخ دي.»

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي مشر خبرداری ورکړی، چې راتلونکي شپږ میاشتې به افغانستان کې له سختو کړاوونو ډکې وي او وضعیت به لکه د ځمکې پر مخ دوزخ وي.

نوموړي ټینګار کړي، چې افغانستان د نړۍ پرمخ له تر ټولو لوی بشري ناورین سره مخامخ دی او د دې هېواد اړتیاوې، د نړۍ له نورو سختو قحطۍ ځپلو هېوادونو، لکه ایتوپیا، جنوبي سوډان، سوریې او یمن څخه زیاتې شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي