یو شمېر پخوانيو امریکايي پوځیانو له فاکس نیوز سره خبرو کې له افغانستان د امریکايي سرتېرو ایستل یوه ستره تېروتنه بللې ده.
د جمجهور آژانس د خبر له مخې دغه سرتېرو یادې رسنۍ ته ویلي، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره حضور درلود او مسوولیت یې هم د امنیت تامین او د ګواښونو له منځه وړل وو.
خو په وینا یې امریکايي حکومت بې وخته او له شرمه ډکه توګه خپل سرتېري له افغانستان و ایستل او نړۍ ته یې د امریکا او امریکایانو په اړه ډېر بد پیغام لېږلی دی.
دغه سرتېرو زیاته کړې، له دې وروسته ښایي نړۍ له امریکا سره په خورا سختو مواردو کې هم همکاري و نه کړي ځکه دغه هېواد له خپلو متحدینو په افغانستان کې په یوه بې هدفه او بې پایلې جګړه کې ناسمه ګټه اخیستې ده.
یادو پوځیانو ټینګار کړي، چې امریکایي حکومت په یوه بې پلانه جګړه کې د زرګونه امریکایانو ژوند تریخ کړی دی، میلیونونه ډالر لګښتونه یې راوستي دي او د دې جدي اړتیا ده چې دا هر څه په سمه توګه وڅېړل شي او امریکايي وګړو ته قناعت ورکړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل