۰

بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بخلي هوايی ډګر بیارغول کېږي

دوشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۷
راپورونه وايي، د ازبکستان پر مټ او همکارۍ به د افغانستان بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بخلي هوايي دګر بېرته ورغول شي.
بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بخلي هوايی ډګر بیارغول کېږي
راپورونه وايي، د ازبکستان پر مټ او همکارۍ به د افغانستان بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بخلي هوايي دګر بېرته ورغول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د همدې هوايی ډګر د ترمیم او بیارغونې په موخه د ازبکستان یو تخنیکي ټیم هم مزار شریف ته رسېدلی دی.

ازبکستاني او افغان سیمه ییزه رسنیو راپور ورکړی، چې په همدې موخه د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګش د بلخ له سیمه ییزه چارواکو سره لیدلي دي.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي سیمه ییزه چارواکو ته ویلي، هېواد یې مرسته کوي څو په مزار شریف کې د هوایي ډګر فعالیت بیا سم شي.

ایرګش زیاته کړې، چې د مزار شریف هوايي ډګر په ترمیم او بیارغونې سره به دغه میدان د نړیوالو او کورنیو الوتنو جوګه وګرځي.

ویل کېږي چې د ازبکستان تخنیکي ډله کې ۳۰ تنه شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي