۰

جان بولټن: د بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان دی

سی شنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۱
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون ویلي، د امریکایانو ترمنځ د ولسمشر بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان دی.
جان بولټن: د بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان دی
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون ویلي، د امریکایانو ترمنځ د ولسمشر بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بولټن له سکای نیوز سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو څرنګوالي د بایډن محبوبیت هم تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ کړ.

دی وايي، خلک ملامت نه دي چې بایډن یې تر پام بد ورځي، ځکه دوی د خپل ملي امنیت په اړه په وېره کې دي او جوبایډن تر ټولو ناکام سیاست غوره کړ.

د بولټن په وینا بایډن له کوم تضمین پرته له افغانستان څخه ځواکونه وایستل او دغه هېواد یې د میلیاردونه ډالرو په ارزښت تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم کړ.

بولټون دغه راز د پنټاګون د یو چارواکي له لوري خپرو شویو اسنادو ته په اشارې ویلي چې داعش او القاعده ډلې دواړه ممکن له شپږو تر ۱۲ میاشتو پورې په متحده ایالاتو کې بریدونه وکړي.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی، چې د دې بریدونو مسوول به جوبایډن وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي