د افغانستان د ملي نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني وايي، که طالبان غواړي، چې د نړیوالو له خوا په رسمیت وپېژندل شي نو له امریکا سره د روغه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګیلاني ټینګار کړی، چې له امریکا سره د اړیکو له رغولو او هغوی ته له قناعت ورکولو پرته امکان نه لري، چې د طالبانو حکومت د په رسمیت وپېژندل شي.
نوموړي په یوه تلوېزیوني بحث کې ویلي«طالبان دې له امریکا سره اړیکې ترمیم کړي، قناعت د ورکړي، له دې پرته به د نړۍ هېڅ هېواد هم د دوی د واکمنۍ په رسمیت پېژندلو جرئت ونه کړي.»
اسحاق ګیلاني د امریکا رول په نړۍ کې د ټولګي له کفتان سره تشبيه کړ او ټینګار یې وکړ، چې طالبان له دغه هېواد سره له مثبتو اړيکو پرته بله لاره نه لري.
هغه دا هم زیاته کړې، چې د مرستو او ملاتړ له پلوه، هېڅ هېواد افغانستان ته د امریکا د متحده ايالاتو بدیل نه شي کېدای.
جمهورخبري آژانس:کابل